د افغانستان د قانون حاکمیت څارونکې (ARLO) وېبپاڼه

د افغانستان د قانون حاکمیت څارونکې (ARLO) وېبپاڼه د افغانستان په عدلي او قضایي نظام کې د پرمختګونو په اړه معلومات راټولوي. د آرلو وېبپاڼه ARLO.online د افغانستان د قانون حاکمیت د څارونکي اصلي اړیکه ده چې په انګلیسي، پښتو او دري ژبو د لاسرسي وړ ده. دا عامه وېبپاڼه د تقنین، اړوندو معلومات ، سرچینو (لکه د مدني ټولنې سازمانونو سروی، په افغانستان کې د قانون حاکمیت په برخه کې نوښتونه او حقوقي کتابتون) او تحصیلی فرصتونه په اړه معلومات لري. د ARLO.online وېبپاڼه د قانون حاکمیت د پرمختګونو په اړه د خبرونو، همدارنګه څېړنیزو راپورونو، تحلیلي معلوماتو او د کاري چاپېریال او حقوقي شالید په اړه د معلوماتو درلودونکي سروی ګانو په څېر د لاسرسي وړ معلومات لري. یاده وېبپاڼه به حقوقي روزنیز مواد او د موجوده قوانینو تعدیلات او د نویو قوانینو او فرمانونو تصویب او توشیح هم ولري. همدارنګه دا وېبپاڼه په پاسورډ خوندي شوی پورټال هم لري چې د ظرفیت لوړونې اړوند درسي موادو، طرزالعملونو، لارښودونو او راپورونو په ګډون معلومات او سرچینې به ولري.

موخه

د افغانستان د قانون حاکمیت څارونکې ویب پاڼه( ARLO) د عدلي سکتور په برخه کې د غیر دولتي ونډه اخیستونکو لکه د مدني ټولنې، انفرادي حقوقي مساعدینو، تمویل کوونکي، او نړیوالو سازمانونو لپاره د آنلاین سرچینو یوه ټولګه ده. د وېبپاڼې اصلي موخه دا ده چې د افغانستان په عدلي او قضايي سکتور کې ونډه اخیستونکو د افغانستان دننه او د نړۍ له هر ګوټ څخه د افغانستان د عدلي او قضايي سکتور اړوند معلوماتو ته په اسانۍ لاس رسی ولري.

د مدنی ټولنې ګډون (تاسو څنګه ګډون کولی شئ؟)

د ARLO د اسنادو مدیریت سیسټم (DMS) د سایبری امنیت له پلوه خوندي پورټال دی چې په افغانستان کې د مدني ټولنې فعالینو ته فرصت برابروي تر څو د خپلو کارونو په اړه معلومات شریک کړي او د انفرادي او سازماني ظرفیت د ښه کولو لپاره یو لړ سرچینو ته لاسرسی ومومي. د پورټال موخه دا ده چې د مدني ټولنې سازمانونه او د حقوقي مرستو اړوند خدماتو هغو چمتو کونکو لخوا وکارول شي چې په افغانستان کې د عدالت، قانون حاکمیت او د بشري حقونو په برخو کې کار کوي. پورټل ته د لاسرسي لپاره، مهرباني وکړئ لاندې فورمه ډکه کړئ او د "پیغام لیږل" تڼۍ کلیک کړئ. د ALRO مدیر به بیا یو پاسورد او کارونکی-نوم رامینځته کړي، چې تاسو به د بریښنالیک له لارې د پورتال د کارولو لپاره د لارښوونو سره واستوی .

د غوښتنې آنلاین فورمه

ستاسو پیغام ولیږل سو مننه!

د شخص په اړه اړین معلومات